09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سمسور لغمان دوديزه آنلاين مشاعره تر سره شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه/ باختر سمسور لغمان دوديزه پسرلنۍ مشاعره،...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په زابل کې لسګونه پولیس له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۱ مه/ باختر
د قلات په مرکز کې د امنیې قوماندانۍ له روزنیز مرکز څخه ۸۷ پولیس له شپږو میاشتنیو زده کړو څخه فارغ شول.
د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې فارغ شوي پولیس به له اداری فساد، بې عدالتۍ او له قانون ماتوونکو سره مبارزه وکړي.
د زابل امنیه قوماندان نجیب الله سرتېري فارغ شوي پولیس اتلان او د خاروې رېښتیني بچیان وبلل.
په ورته وخت کې فارغ شویو پولیسو ډاډ ورکړ چې په خپلو وینو به د دې خاورې خدمت کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي؛ چې قانون تر پښو لاندې کړي.
دوی دغه راز وویل چې د فساد، نشه یي توکو، بي عدالتۍ او ظلم پر وړاندې به ټینکه مبارزه وکړي.
پای/وصال


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.