بې پیلوټه الوتکې په زابل کې د وسله والو طالبانو موټر په نښه کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د زابل په مرکز ګرماو سیمه کې بې پیلوټه الوتکې د وسله والو طالبانو یو فلډر موټر په نښه کړ چې په پایله کې یې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
د زابل امنیه قوماندان نجیب الله سرتېري باختر آژانس ته وویل چې بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د قلات په ګرماو سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې په برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او بل چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې:
د زابل د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې بې پیلوټه الوتکې پرون مازیګر په مرکز پورې اړوند باوړیو سیمه کې هم برید وکړ چې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل یې ټپي شو.
پای/وصال

 

Last modified on Sunday, 22 September 2019 09:31
back to top