19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پېښې د تلفاتو شمېر  ٦٤ تنو ته ورسېد

د ننګرهار پېښې د تلفاتو شمېر ٦٤ تنو ته ورسېد

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر د ننګرهار د هسکې مينې...

په کابل کې د وسلو او مهماتو کشف

په کابل کې د وسلو او مهماتو کشف

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: د کابل په موسهي ولسوالۍ...

رحماني : که طالبان  سوله غواړي  له حکومت سره دې خبرې وکړي

رحماني : که طالبان سوله غواړي له حکومت سره دې خبرې وکړي

واشنګتن / دتلې ٢٧مه / باختر: په امريکاکې دافغانستان سفيرې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چارواکي: شاه جوی ولسوالۍ د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د زابل د ولایتي ادارې او امنیې قوماندانۍ مسوولینو هغه اوازې رد کړې چې ګنې د شاه جوی ولسوالۍ بازار د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی.
دوی وايي چې په شاه جوی ولسوالۍ کې افغان ځواکونه مېشت دي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د خلکو آرام ژوند ګډوډ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر آزادو خبریالانو ویلي وو چې د زابل شاه جوی ولسوالۍ ته وسله وال طالبان ننوتي او له خلکو سره مرکې کوي.
د خبریالانو په خبره، پرون په شاه جوی ولسوالۍ کې هېڅ سرتېري نه تر سترګو کېدل او د ولسوالۍ په بازار کې وسله وال طالبان ګرځېدل.
خو د زابل والي رحمت الله یارمل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي دي چې د شاه جوی ولسوالۍ بازار د امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او هغه راپورونه ردوي چې پرون د دې ولسوالۍ بازار د طالبانو تر کنټرول لاندې و.
یارمل وایي چې د دې ولسوالۍ په شاوخواکې سیموکې چاڼیز علمیات پیل شوي چې پر مهال یې زیات شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پای/وصال

 

Last modified on Sunday, 22 September 2019 09:35

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.