23 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دغور ځوانانودحکومت دژمنې  دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

دغور ځوانانودحکومت دژمنې دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دغور ځوانانو په...

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم  دپولند له ليک سره  يوځاى شو .

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم دپولند له ليک سره يوځاى شو .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دافغانستان دفوټبال دملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جغتو ولسوالۍ آزاده شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د غزني جغتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له ادارې څخه آزاده شوه.
د ځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د هېواد پوځيانو په "مبين عملياتو" کې جغتو ولسوالۍ د طالبانو له کنټرول څخه آزاده کړه.
د غزني جغتو ولسوالۍ له دوو کلونو راپدېخوا د طالبانو تر ولکې لاندې وه.
هغه زياته کړه چې په عملياتوکې دښمن ته د سر سخت زيان اوښتى دى؛ د هغوی څو جنګي وسايل او موټر له منځه وړل شوي او څو ښخ کړاى شوي ماينونه یې کشف او شنډ کړای شوي دي.
د جغتو ولسوالۍ په آزادولو سره، د مالستان، جاغوريو، اجرستان او ناور ولسوالۍ د غزني ولایت له مرکز سره ونښلول شوې.
د "مبين عمليات" د تندر قول اردو د درېيمې لوا د قوماندان شهيد بريد جنرال عبدالمبين محبتي د سرښندنو او هڅو د قدردانۍ په درناوي، څو ورځې وړاندې په غزني ولایت کې پيل شول او په برياليتوب سره دوام لري.
ختم- شکريه - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.