26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهارکې د طالبانو پر پټنځايونو د پوځيانو بريدونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
په قندهارکې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو د پوځيانو په بريدونوکې ١٧ډار اچوونکي ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار په ميوند او ارغستان ولسواليوکې  بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل: د پوځيانو په بريدونو کې١٧وسله وال طالبان ووژل شول او ٦نوريې ټپيان شول.
هغه وويل چې وسله وال طالبان د يو لړ نويو ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې له ځمکې او هوا څخه بريدونه پرې وشول.
ويل کېږي په بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
په قندهارکې د څو چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار ٨ ماينونه د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.