26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوه طالبان په ښځينه جاموکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي٣١ مه/باختر 
دوه وسله وال طالبان چې ښځينه جامې اغوستې وې؛ نن په فارياب کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان له ښځينه جامو څخه په استفادې سره په يو سراچه موټرکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ترور په موخه د قيصار ولسوالۍ بازار ته راغلي وو چې له پېژندنې وروسته ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې يو بل طالب چې ښځينه جامې یې اغوستې وې؛ نيول شوى دى.
رضايي زياته کړه: له دغو طالبانوڅخه درې کلاشينکوفونه، يو ريموټ کنټرول، يوه اندازه چاوديدونکي توکي او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وويل چې په جګړه کې يو امنيتي منسوب شهيد شو او دوه نور یې ټپیان شول.
پاى \ ذ

Last modified on Monday, 23 September 2019 03:57

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.