دوه تنه په غور کې دچاودنې له امله ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
په غور کې نن له غرمې وروسته په يوماين ديوه موتر دختلو په نتيجه کې دوه تنه  ووژل شول .
عيني شاهدانو دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل  چې يو سراچه موټر ددولتيار ولسوالۍ دپلوي په سيمه کې په يو ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې دچاودنې په نتيجه کې موټر چلوونکى او يوه سپرلۍ ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه موټر مسافر وړونکى و  چې له غورڅخه دکابل په لور روان و.
دغور امنيتي مسوولينو ددغې پېښې په باب تراوسه پورې څه نه دي ويلي .
ديوبل خبر له مخې ؛ وسله والو طالبانو تېره شپه په غور کې داستوګنې دوه کورونه  وسوځول .
دغور دوالي وياند  عبدالحى خطيبي  وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه دفيروزکوه ښار دکابلک په کلي کي  بريد وکړ او دځانګړې قطعې ديوه سرتيري داستوګني  کور يې وسوځاوه او داستوګني يو بل کور چې ددغه سرتيري په ګاونډ کې و هم وسوځيد.
پاى /  ج / ذ

back to top