په ننګرهار کې پوځيانو ته د ٧ افغان اوپاکستاني داعشيانو تسليمي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد/ دتلې ١٧مه / باختر:
ددرېو پاکستانيانو په ګډون دداعش دډلې ٧ غړي په ننګرهار ولايت  کې پوځيانو  ته تسليم شول .
دغه داعشيان پرون ناوخته له هغه وروسته چې  ويې لېدل په ننګرهار کې په پيل شويو عملياتو کې به ووژل شي ، خپلې وسلې  په ځمکه کېښودې اوتسليم شول.
دننګرهار دملي امنيت يوې سرچينې باختراژانس ته وويل  چې، دغه داعشيان دننګرهار دملي امنيت ځواکونو ته تسليم شول او خپلې وسلې يې هم وسپارلې .
پاى \ ذ

 

back to top