22 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل /دلېندې لومړى / باختر : دپوهنې وزارت خبرتيا دښوونځيو له زده...

دطالبانو له لوري  په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

دطالبانو له لوري په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

-کابل /دلندې لومړى / باختر : دطالبانو ډلې دملي اردو لس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمند کې د طالبانو څلور مرکزونه له منځه يوړل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو څلور مرکزونه په هلمندکې په پوځي عملياتوکې له منځه يوړل شول .
  دغه عمليات د سلګونو ځواکونو په ګډون  دهېواد  دهوايي ځواکونو په ملاتړ له درېيو ورځو راپدېخوا د نهرسراج ولسوالۍ په ځينو سيموکې پيل شوي او دوام لري .
د هلمند د امنيې قوماندانۍ رسنيز دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په درې شپو او ورځو کې يوولس وسله وال طالبان وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي .
په خبرپاڼه کې د ډار اچوونکو پرخلاف عملياتوکې د پوځيانو له خوا د طالبانو  د څلورو مرکزونو ويجاړول تاييد شوي دي.
په عملياتو کې د نهرسراج ولسوالۍ څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
پوځي مقامات وايي چې دغه عمليات به د وسله والو طالبانو له شتون څخه دنهر سراج ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي .
په وروستيو شپږو مياشتوکې په نهرسراج کې دا درېيم پوځي عمليات دي.
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 13 October 2019 13:10

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.