دولس وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 پل علم/دتلې۲۵مه/باختر
د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د چرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي باختر آژانس ته وویل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په څرخ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتوکې دولس وسله وال طالبان وژل شوي او افغان ځواکونو ته پکې زیان نه دی اوښتی.
ویل کېږي په عملیاتو کې پنځه ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونه په لوګرکې د هغې ځمک تل لارې په موندلو بریالي شوي چې وسله والو طالبانو غوښتل له دغې لارې د څرخ ولسوالۍ ودانۍ ته د ځمکې لاندې له کېندل شوې لارې داخل شي.
پای/وصال

back to top