18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نهه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر:
دطالبانو او داعشيانو ډلو پورې  اړوند نهه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ  کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي نن سهار دکونړ دڅوکۍ  او وته پورې  په ولسواليو کې په دوو نښتو کې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو يوه جګپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې دطالبانو او داعشيانو دډلو نهه غړي ووژل شول .
هغه وويل چې په دغو ډار اچوونکو دڅوکۍ او وټه پورې  په ولسواليو کې چې په فعاليتونو بوخت وو بريد پرې وشو .
ويل کېږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې ، دکونړ پوليسو نن سهار ددغه ختيځ ولايت په ګڼ مېشتو لارو کې ١٤ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
دطالبانو ډله ددغو ماين ښخونو مسوول بلل شوي دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.