19 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې د طالبانو له يوه جېل څخه د وروستي بندي تېښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر  
په پاى کې په روزګان کې د وسله والو طالبانو له زندانه وروستى بندي په تېښتې بريالى شو.
نجيب الله له دوو کلونو وروسته وکولاى شو د وسله والو طالبانو له بند څخه وتښتي او له خپلې کورنۍ سره يوځاى شي.
وسله والو طالبانو د نجيب الله د آزادولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه.
وسله والو طالبانو هغه دوه کاله مخکې په قندهار- روزګان لويه لاره کې له شلو نور سپرليو سره تښتولى و.
د نجيب الله ٢٠ نور ملګري وسله والو طالبانو ته د پيسو په ورکولو سره د دوو کلونو په بهيرکې آزاد شوي وو.
وسله والو طالبانو نجيب الله د بند په موده کې په وار وار ځورولى دى.
هغه وايي: په دغه جېل کې يې د وسله والوطالبانو له لوري په وار وار د خلکو وهل او ډبول په خپلو سترګو ليدلي دي.
د دغه سړي کورنۍ پرون په روزګان کې له سيمه ييزو رسنيو سره د وسله والو طالبانو له يوه زندانه د هغه د تېښتې خبر تائيد کړى دى.
نجيب الله په روزګان د يوه روحاني او پېژندل شوي شخص عزيزآغا زوى دى.
پاى \ ع \ ذ
              

Last modified on Monday, 21 October 2019 04:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.