طالبانو په غزني کې يو قومي مشر شهيد کړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
په غزني  کې  تېره شپه  وسله والو طالبانو يو قومي مشر شهيد کړ .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت دجغتو ولسوالۍ داحمدا په کلي کې يو قومي مشر دطالبانو له خوا شهيد شو .
  جعفري  يوجهادي قوماندان او يو خير غوښتونکى مخور و .
جعفري  په دوو وروستيو لسيزو کې په حکومت کې هيڅ راز فعاليت نه درلود اوپه خپلو کرنيزوچارو اوددغې سيمې  دخلکو دستونزو په حل او فصل کولو کې يې مهم رول درلود .
وسله والو طالبانو په تېرو وختونوکې هم عالمان ، قومي مشران ، دولتي کارکوونکي او نور ملکي کسان شهيدان کړي دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

back to top