18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : ٦ وسله وال طالبان...

دهرات ښار نظم جوړېږي .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په نږدې راتلونکې کې دهرات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې دکامې _ ګوشتې دلويې لارې دترميم او پخولو کار پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
په ننګرهار کې دکامې _ ګوشتې  دلويې لارې د ترميم او پخولو کار پيل شو
دغه واټ ددوه دېرشو  کيلومترو په اوږدوالي او داوو مترو په سور دسختو لارو په تېريدو سره دکامې ولسوالۍ دګوشتې  دولسوالۍ له بازار سره دډيورنډ  له کرښې  سره نښلوي .
دننګرهار درسنيو  دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې ددغه واټ دترميمولو  تر څنګ دترافيکي اشارو  نصبول او علامه اېښودل  هم شامل دي .
ددغه واټ ترميم او دپخولو لګښت دحکومت له خوا ورکول کېږي .
ددغه واټ په ترميم  او پخولو سره به دزرګونو کليوالو تګ راتګ بازار ته اسان شي . او  په اسانه توګه ناروغان روغتون ته لېږدول کېږي او هم دبزګرانو حاصلات به په کم وخت کې بازار ته ورسيږي . ختم_ سعيده_ اکرم

Last modified on Tuesday, 22 October 2019 04:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.