04 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهارکې پر تګ راتګ محدوديتونه ولګول شول

په قندهارکې پر تګ راتګ محدوديتونه ولګول شول

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر له کرونا ويروس...

درې ملکي وګړي په لغمان کې ټپيان شول

درې ملکي وګړي په لغمان کې ټپيان شول

-کابل / د وري ۱۶ مه / باختر درې ملکي وګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دروزګان دګېزاب ځينې سيمې دطالبانولاس ته ورغلې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
دطالبانو په وروستيو بريدونوکې دروزګان دګېزاب ولسوالۍ زياتې ساحې ددولت له ادارې څخه وتلې دي .
په دغو نښتو کې دکوماندو اته پوځيان ، پنځه پوليسان او دملي اردو دوه سرتيري  وژل شوي او شپاړلس تنه نورپوځيان طالبانو نيولي دي .
دګېزاب سيمه ييز مسوولين خبر دارى ورکوي که چېرې  دولت کومکي ځواکونه وانه ستوي او هوايي پوځ  لاس په کار نه شي دغه ولسوالۍ به په بشپړه  توګه دطالبانو لاس ته ورشي .
دګېزاب  په ځينوسيمو  دطالبانو بريدونو دتيرې  يوې مياشتې په بهير کې دوام درلود  چې په پاى کې زياتې برخې يې ددولت له ادارې څخه ووتلې .
دروزګان دګېزاب ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې داردو ، پوليسو اودګوماندو پنځلس پوځيان  له يرغلګرو سره په نويو نښتو کې وژل شوي اوشپاړلس  نور پوځيان وسله والو طالبانو نيولي دي او دهغوى برخليک لاتراوسه پورې معلوم نه دى .
درارسېدلو خبرونوله مخې، په لسګونو پوځيان په ګېزاب کې په خپلو څلورو قرارګاو  او پوستو کې دوسله والو طالبانو په کلابندى کې دي
دکېزاب  امنيه قوماندان او ولسوال له رسنيو سره په خبرو کې دکومکي ځواکونو داستولوغوښتنه کړې ده.
هغوى ويلي دي که چېرې  کومکي پوځيان ګېزاب ته ونه رسېږي او هوايي پوځ لاس په کار نه شي دغه ولسوالۍ به په بشپړه توګه دطالبانو لاس ته ورشي او دپوځيانو دسردزيان  شمېر به لوړ شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Tuesday, 22 October 2019 04:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.