21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د...

د مشرانوجرګې ريیس په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره وکتل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دتلې۳۰مه/باختر
د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ په مربوطاتوکې یې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه یو پنځه کلن ماشوم ژغورلی دی.
د کونړ امنيه قوماندان شفيق الله سهار د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وويل: انسان تښتوونکو پرون د اسعداباد ښار د کړمار له سيمې څخه يو ماشوم وتښتاوه، خو دوی پر وخت اقدام وکړ او د ده په وينا، د شپې پرمهال یې د نورګل ولسوالۍ په مربوطاتوکې د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړ.
په همدې حال کې انسان تښتوونکی ادعا کوي چې د ماشوم پر پلار يې يو اندازه پېسې دي، دا چې خپلې پېسې يې نه ورکولې؛ نو دی اړ شو چې دغه کار ترسره کړي.
خو د ماشوم د کورنۍ غړي دغه خبره نه مني او وايي: زموږ ماشوم يوازې د ناوړه ګټې اخيستنې او نورو موخو لپاره تښتول شوی و.
پای/وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.