په کاپيسا کې چاودنې يوبزګر وواژه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
په کاپيسا کې   نن ديوې سرګلولې   چاودنې يو بزګر وواژه او دوه تنه نور ټپيان کړل .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، هغه بزګر چې په دې چاودنه کې  ووژل شو دغه سرګلوله  دنجراب ولسوالۍ   په صالح خيلو کلي کې په خپله ځمکه کې دکار په وخت کې ترلاسه کړه او وروسته يې غوښتل چې هغه ولېږدوي چې چاودنه وشوه او دى ووژل شو .
په دې پېښه کې دوه تنه نور هم ټپيان شوي دي او پوليسو وويل چې، دغه ګولۍ  له تېرو وختونو څخه پاتې شوې وه .
  دکاپيسا له نجراب  ولسوالۍ څخه ديوبل خبرله مخې ،  تېره شپه  ددغې ولسوالۍ په مقصود خيلو کلي کې داستوګنې په يوکور  دهاوان ماين دلګېدو په پايله کې  يوسړى  ټپي شو .
امنيتي مسوولانو وويل چې دغه ماين طالبانو توغولى دى .
دغه راز په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو پرون دکاپيسا دنجراب ولسوالۍ په مقصود خيلوکلي کې يو کلاشينکوف ترلاسه کړ .
ويل کېږي چې ددغې پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو پوليس دهغې دعامل دنيولو لپاره هڅه کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

back to top