27 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په افغانستان کې دقومي شخړو دجرړو پيداکول او هغو ته پاملرنه په يو ګنفرانس کې خبرې وشوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
دقومي ډلو ترمنځ دسوله ييزې  همغږى اوپيوستون ملي کنفرانس پرون په کابل کې پاى ته ورسېد .
دحقوقو او ددموکراسۍ  موسسې  دغه کنفرانس په افغانستان کې دقومي شخړو دعواملو دجرړو ددقيقې پېژندنې او دحل دلارو چارو دلټولو  په موخه څلور ورځې مخکې پيل کړى و .
   دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کنفرانس کې  دننګرهار ،بلخ ،  کابل ، هرات او باميانو له ولايتونوڅخه دمدني بنسټونو يوشمېر  استازو ، دپوهنتونونو استادانو اومحصلانو او ددولتي بنسټونوکارکوونکو ګډون کړى و او په افغانستان کې دقومي  شخړو دعواملو دجرړودموندلو او ددغو شخړو دحل دلارو چارو په برخه کې يې خپلې موندنې له يوبل سره  شريکې کړې .
په دې کنفرانس کې  دافغانستان دبشر دحقوقو  دخپلواک کمېسيون  رييس شهزاد اکبر ،  دافغانستان دڅېړنې او ارزونې دواحد رييس ډاکتر ارځلانعمت اودهېواد څيړونکي او ليکوال  ډاکتر سيد عسکر موسوي  په افغانستان کې دقومي شخړو دجرړو دپېژندنې او دستونزو دحل دلارو چارو په باره کې خپلې علمي او تخصصي  نظريې  بيان کړې .
دبشر دحقوقو اودموکراسۍ موسسې استازي محمد حسين  سرامد  د باختر اژانس  خبريال ته وويل چې دغه بنسټ له دغه کنفرانس څخه مخکې دبلخ ، ننګرهار ، کابل ، هرات اوباميانو په ولايتونو کې ورکشاپونه جوړ کړل او په افغانستان کې دقومي شخړو دجرړو دموندلو  او هم دحل دلارو چارودلټونې په برخه کې دمدني ټولنې دغړو ، حقوق پوهانو او دپوهنتونونو داستادانو نظريې راټولې کړې وې .
هغه وويل چې په کابل کې  دکنفرانس دکار په څلورو ورځو کې له دغو ولايتونوڅخه ديرشو تنو ګډون درلود .
  ختم_ عطاالله_ اکرم
                                       

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.