وسله والو کسانو يوپوليس په کاپيسا کې شهيد کړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دپوليسو په يوسرتيري  نن په کاپيسا ولايت کې  دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او شهيد کړى شو .
دکاپيسا دامنيې قوماندانۍ وياند محمد شايق شورش  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوليسو دغه سرتيرى په ميدان وردګو کې دنده ترسره کوله . او درسمي کار دترسره کولو په خاطر کاپيسا ته راغلى و .
ددغې پېښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى  پوليس ددغې وژنې دعاملينو دنيولو په خاطر هلې ځلې پيل کړي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

                 

back to top