دفارياب لپاره دطالبانو دسره قطعې قوماندان او قاضي ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دفارياب لپاره دطالبانو دسره قطعې  قوماندان اوقاضي  او دوه تنه ازبکستاني اتباع پرون ددغه ولايت په اندخوى کې ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل چې داندخوى په څلور ګونې ولسواليو کې دطالبانو پرسنګرونو د پوځيانو په هوايي او ځمکنيو برېدونوکې دطالبانو نومول شوي قاضي مولوي رحيم ، دقرغان   ولسوالۍ لپاره دطالبانو دسره قطعې قوماندان ، په فرزند اته مراد کور مشهور  فدامحمد او دوه تنه ازبکستاني اتباع دمحراب او سلدوز تپې  په سيمو او قرغان ولسوالۍ کې  ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه چې دطالبانو دوه مړي له يوتوغندى ويشتونکي او يوکلاشينکوف سره دپوځيانو لاس ته ورغلل .
  ختم_ عطاالله_اکرم

 

back to top