12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

٢٢ تنه په وسله والو غلاو او وژنه کې دلاس لرلو په ګومان په ٩ ولايتونوکې ونيول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دننګرهار ، تخار ، خوست ، لغمان ، اوهلمند پوليسو  په هغو جلا جلا عملياتو کې چې پرون ترسره شول اته تنه په وژنه کې د لاس لرلو په ګومان ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې له نيول  شويو کسانوڅخه دوه تنه دجلال اباد ښار دپنځمې او نهمې ناحيې په مربوطاتو کې، څلور تنه دتالقانو ښار ددويمې حوزې او دتخار دينګي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې ، يوتن دلغمان دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې او يوتن دخوست دتڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي دي .
دغه راز دهرات ، کابل ، تخار ، سمنګانو او دهلمند دپوليسو ځواکونو په وروستيو  دوو ورځوکې  ١٤ تنه دوسله والو غلاو اوپه غير قانوني ډول دوسلو دلېږدونې په اړوند نيول شوي دي .
له نيول شويو کسانو څخه څوميله  وسله او غلا شوي مالونه ددغو ولايتونو دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې ، له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو په تېرو دوو ورځو کې ١٨ تنه دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورنې په اړوند دهېواد په ٨ ولايتونوکې نيولي دي .
له دې جملې څخه ٥ تنه په خوسټ ، ٢ تنه په زابل ، ٣ تنه په هرات ،٣ تنه په لغمان ، ٢ تنه په ننګرهار ، ١ ښځه په تخار ، ١تن په نيمروزاو١تن بل  دقندهار په هوايي ډګر کې دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
له نيول شويو کسانو څخه دښيښې  ، اپينو او چرسو په ګډون څو کيلوګرامه نشه يي توکي  او هم کيمياوي توکي دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ختم- ف _ اکرم
                                                      

Last modified on Monday, 11 November 2019 03:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.