08 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دطالبانو يو جېل او روغتون کشف شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
په داسې حال کې چې دننګرهار په شيرزادو ولسوالۍ کې دډار اچونې ضد عمليات  دوام لري ،  پوځي مقاماتو دطالبانو دډلې ديو جېل او ديو روغتون دکشفولو  خبره کوي .
ددغو عملياتوپه دوام دغه راز  دشيرزاد ولسوالۍ په لسګونو کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
  دغه عمليات شل ورځې مخکې  دسلګونو تنو  ځواکونو په ګډون دهېواد د هوايي ځواکونوپه ملاتړ دننګرهار ولايت دشيرزادو ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې  پيل شوي دي  او تراوسه پورې دوام لري .
  دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په دوام تېره شپه  دطالبانو دډلې يو جېل  او يو روغتون کشف شو.
ويل کېږي  له دغه جيل څخه  څو تنه  ملکيان او پوځيان  ازاد شول .
دملي اردو دغه قوماندان وايي طالبانو په دغه روغتون کې  دخپلو ټپيانو درملنه کوله .
هغه دغه راز  دډار اچونې ضد په دغو عمليا تو کې دشيرزادوولسوالۍ دلسګونوکليو دپاکولو يادونه کوي .
زموږ خبريالان له ننګرهار څخه  خبرارکړ  چې دطالبانو او داعشيانو له شتون څخه دشيرزادو دځينوسيمو پاکول ددې سبب شوي دي  چې په سلګونو کورنۍ  بېرته خپلو کورونوته ستانه شي  .
  ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.