د پکتیکا په امنیت کې ښه والی راځي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ښرنه/دلړم۲۱مه/باختر
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه د ۱۷۲ افسرانو او ساتنمنانو په فارغېدو سره به په امنیت کې لا نور ښه والی راشي.
ځايي چارواکي وايي په دغو فارغانو کې ۱۴۵ ساتنمنان او پاتې نور یې افسران شامل دي چې له دوو میاشتو زده کړو وروسته یې د دغه ولایت د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
د پکتیکا د امنیت آمر مسعود بابکرخېل د باختر اژانس له سیمه ييز خبریال سره په خبرو کې ویلي چې د ۱۷۲ ساتنمنانو او افسرانو په فارغېدو سره به د دغه ولایت په امنیت کې لا نور ښه والی هم راشي.
د پکتیکا د والي مرستیال شېر باد شاه ارګونی د پولیسو میړانه ستايي او زیاتوي چې پولیس په ستونزمنو شرایطو کې په پوره مېړانه خپله دنده ترسره کوي او له خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې شاوخواه یوه میاشت مخکې هم له یاد تعلیمي مرکز څخه لسګونه پولیس فارغ شوي وو.
پای/وصال

Last modified on Wednesday, 13 November 2019 05:14
back to top