11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې ۴ ماشومان شهیدان شول

کابل / دلېندۍ۲۰ /باختر څلور ماشومان پرون مازیګر په...

په بګرام کې چاودنه وشوه

کابل / د لېندۍ٢٠مه / باختر : د بګرام دهوايي ډګر...

د هوا حالات

کابل / دلېندۍ ٢٠مه / باختر د هوا پوهنې ادارې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کابل کې د موټر بم چاودنه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
په هغې چاودنه کې چې نن سهار د کابل ښار په ١٥ ناحيه کې رامنځته شوه؛  ٧ کسان ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول. قربانيان ټول ملکي وګړي دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: نن سهار په ٧ بجو او٢٠ دقيقو د کابل ښار د ١٥ ناحيې په کور جوړولو ساحه کې چاودنه وشوه چې په کې ٧ ملکي وګړي ووژل شول.
ويل شوي دي چې بم په يو تونس موټرکې ځاى پرځاى شوى و.
دغه موټر د قسيم د تېلو ټانک په ساحه کې چې د کورنيو چارو وزارت سړک ته څېرمه موقعيت لري؛ درول شوى و او هغه وخت چې د يوه امنيتي شرکت دوه لنډکروزر موټرونه نږدې شول، چاودنه وشوه.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي وايي چې په پېښه     کې ٧ کسان چې ټول ملکي وګړي دي؛ ووژل شول او ١٠ تنه نور ټپيان شول.
په ټپيانوکې څلور بهرنيان چې د يوه امنيتي شرکت غړي دي؛ هم شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت دغه راز ويلي دي چې په قربانيانوکې يو ماشوم هم شامل دى.
خو عيني شاهدان وايي چې ٥ قربانيان ماشومان دي.
چاودنه په هغه ساحه کې رامنځته شوې ده چې د کورنيو چارو وزارت، له نشه يي توکوسره د مبارزې معينيت، له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز او  د څو بهرنيو بنسټونو په ګډون څو حساسې دولتي ادارې پکې موقعيت لري.
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت هېچا نه دى منلى.
له هغه ځانمرګي بريد وروسته چې د وږې په ١٤مه د کابل په شش درک کې وشو         او په کې يو امريکايي پوځي او ١١ افغانان ووژل شول؛ دا په کابل کې لومړۍ تروريستي پېښه ده چې د ٧ تنو د ژوند په بيه تمامه شوه.
په شش درک پېښه کې چې د نننۍ پېښې په شان د يو تونس موټر په واسطه ترسره شوه؛ طالبانو د هغه مسووليت منلى و او دا د دې سبب شوه چې د امريکا جمهوررييس له وسله والو طالبانو سره د خبرو بهير چې په وروستيو پړاوونوکې و، ودراوه.
پاى \ ج\ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.