کابل / د لړم ٢٣مه / باختر :
پر لسګونو وسله وال طالبان په هلمند کې ددوى په سنګرونو هوايي برېدوشو او ووژل شول چې په هغو کې ددغې ډلې څو جګپوړي قوماندان هم شامل دي.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه دهلمند په ګرمسيرولسوالۍ کې هغه وخت برېدونه وشول چې په دريو سيمو کې ديولړ ډاراچوونکوبرېدونو دطرحه کول په مقصد راغونډ شوي وو.
دهېوادپه جنوب کې داتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل : په دغو برېدونو کې ديرش وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نورټپيان شول.
هغه وويل: په دغو برېدونو کې دوسله والو طالبانو درې سنګرونه دړې وړې شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي ، د هلمند پوليسو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف اوله شنډولو سره يې د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ددغوماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ