په پروان کې په يوه قير شيندونکي ټانکرکې اورلګيدنه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر
د پروان په چاريکارو ښارکې پرون د "کاسما" (سړک جوړولو شرکت) يو قير شيندونکى ټانکر اور واخيست او  له منځه لاړ.
د "کاسما" شرکت مسوول انجنير دواجان باختر آژانس ته وويل: د دغه شرکت يو قير شيندونکى ټانکرله اندازې زيات د ماشين د تودوخې په دليل د پروان په مرکز چاريکارو ښارکې اور واخيست او له منځه لاړ.
د سيمې اوسېدونکو د پروان د امنيې قوماندانۍ د اور وژنې له کارکوونکو څخه چې د استوګنې کورونو ته د اور د خپرېدو مخه ونيوله؛ قدرداني وکړه.
پاى \ ذ

back to top