پوليس په کندز کې نشه يي توکي کشف کړل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دکندز پوليسو  يو اندازه نشه يي توکي پرون له دغه ولايت څخه کشف کړل .
دکندز امنيه قوماندان جنرال عبدالرشيد بشير  باختراژانس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ منسوبينو څلور سوه تابليت (k) او يوه اندازه نور نشه يي توکي دکندز ښار له يو کورڅخه لاسته راوړل .
هغه زياته کړه ددغو توکو لېږدونکي دپوليسو له رسېدو مخکې وتښتېد او دپوليسو هڅې دهغه دنيولو لپاره پيل شوى دى .   ختم _ مدينه – اکرم

back to top