شل تنه په کابل کې دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور ونيول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دکابل پوليسو  په تېرو څلورو ورځو کې  شل تنه دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور دکابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ونيول .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس  فرامرز دباختراژانس خبريال ته وويل په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، ټپي کولو ، دموبايلونو د لوټولو ،دشرابو دڅښلو ، دغير قانوني وسلو دلېږدونې ،داخلاقي جرمونو دترسره کولو ،دوسايطو دلمبر پليت دغلاکولو او دکيسه بري په تور دکابل ښار دلومړى ، دريمې ، شپږمې ، اتمې ، پنځلسمې  ، شپاړلسمې ،  اوولسمې اوداتلسمې ناحيې  اودکابل ولايت د قره باغ  اودموسهي دولسواليو له مربوطاتو څخه ونيول شول.
له نيول شويو کسانوڅخه څلور وسلې ،دوه برچې ، درې موټرونه چې دجرمونو په ترسره کولو کې ورڅخه استفاده کوله دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  ختم- ج _اکرم

 

back to top