٦ وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
٦ وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه په چارچينو ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله  والو طالبانو په خپلو پټنځيو کې دپوځيانو له بريد سره مخ شول .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانوپه دغه بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: دغه وسله وال طالبان په خپلو پټنځيو کې ديولړ ډار اچوونکو برېدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
په دې جګړه کې  پوځيانواو ملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Saturday, 16 November 2019 11:31
back to top