11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د داعش دوه مهم غړي په لغمان کې ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د داعش تروريستي ډلې دوه غړي په لغمان کې د پولسو د ځانګړو قطعاتو په هدفمندو عملياتوکې ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوليسو د ځانګړ قطعاتو ځواکونو تېره شپه د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې په پايله کې د داعش تروريستي ډلې دوه مهم غړي له يوه موټر، پنځو وسلو، درې مخابرو او څو جنګي وسايلو او تجهيزاتو سره ونيول شول.
په عملياتوکې دوه تنه نور له داعشيانو سره د همکارۍ په شک ونيول شول او يو بوشکه يي ماين هم کشف او شنډ کړاى شو.
پاى \ ذ 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.