کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې پولیسو نن د دغه ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په ګواشتې سیمه کې عملیات ترسره کړل چې پرمهال یې وسله واله نښته هم رامنځته شوې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمود آرین د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتوکې د وسله والو طالبانو یو مرکز هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.
پای/وصال