په ننګرهارکې ١٣ داعشيان دولت ته تسليم شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د داعش ډلې ١٣ غړي په ننګرهارکې دولت ته تسليم شول.
دغه داعشيان د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې په ډار اچونې ضد عملياتوکې تر فشار لاندې دي او پاکستان ته د دوى د تېښتې لاره هم تړلې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغو ١٣ داعشيانو خپلې وسلې هم دولت ته سپارلې دي.
هغه وويل چې په اچين ولسوالۍ کې د ډار اچونې ضد عملياتو پر دوام، د داعشيانو د پخواني اډې په ويجاړېدو او د پوځيانو له خوا پاکستان ته د هغوى د تګ راتګ لارې په تړل کېدو سره دولت ته د داعشيانو د تسليمۍ بهير کړندى شوى دى.
يوازې په وروستيو شپږومياشتوکې د داعش ١٠٠٠ کورني او بهرني غړي له خپلو کورنيو سره په ننګرهارکې دولت ته تسليم شوي دي.
ختم-ج - اکرم

back to top