15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ وسله وال طالبان پرون اوتېره...

 طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر څلور وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکورنيو چارو وزارت : پوليسو په کندز کې په مظاهره کوونکو بريد نه ده کړى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
دکورنيو چارو وزارت وايي په دې اړه خپاره شوي خبرونه چې ګڼې امنيتي ځواکونو دکندز په مرکز کې پراعتراض کوونکو بريد کړى دى ، ناسم دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکورنيو چارو وزارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره  ويلي دي چې پرون  له غرمې وروسته ددريو بجو په شاوخوا کې دکندز په مرکز کې دتروريستو طالبانو او دافغانستان دخلکو دازادى اودموکراسى  دښمنانو ددغه ولايت  دانتخاباتو دکمېسيون په دفتر دهاوان څو ماينونه توغولي دي چې له امله يې  يو څوارلس کلن تنکى ځوان شهيد او څلور ملکي وګړي او دملي امنيت يو منسوب  ټپيان شول .
دغه څرګندونې  په داسې حال کې کېږي  چې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله  ادعاکوي  چې دکندز پوليسو  پرون ددوى  دپلويانو په سوله ييزو مظاهروکوونکو ډزې کړي دي . چې له امله يې  ددغې انتخاباتي ډلې يو کتونکى وژل شوى دى خو دکورنيو چارو وزارت دغه ادعا رده کړې ده .
دکورنيو چارو وزارت وايي چې افغان امنيتي ځواکونه  دهېواد نافذو قوانينو ته په درناوي سره  دمظاهره کوونکو دامنيت په تامينولو مکلف دى . دقانون له مخې دهېواد خلک حق لري  دخپلو روا اوسوله ييزو مقاصدو دتامينولو لپاره  دوسلې له لېږدونې پرته  دغونډو دقانون له مخې ، مظاهرې وکړي .
  څرنګه چې  افغان امنيتي ځواکونو په بشپړ ناپيلتوب سره ټول انتخاباتي پړاونه  تېر کړي دي  او دخلکو او په انتخاباتو دکتونکو بنسټونو دتاييدوړ هم ګرځيدلي دي . او ډاډ ورکولو چې  ټول  افغان امنيتي ځواکونه په ټولو راتلونکو پړاونو کې به  دبشپړې بې طرفۍ په ساتنې هوډمن دي او هيڅکله  دانتخاباتو په بهير کې به  دلاسوهنې اجازه ونه لري .
له بله پلوه پخواني جمهوررييس حامدکرزي  هم دهغه څه په باب  چې له امنيتي ځواکونو  څخه سياسي استفاده  ده غبرګون ښودلى او وايي دشخصي اوسياسي  هدفونولپاره  له امنيتي ځواکونو څخه استفاده  په هيڅ ډول دهېواد دلوړو ګټو په خير او دافغانستان خلکو ته دمنلو وړ نه دى .   ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.