کابل/دلړم۲۸مه/باختر
له پوځيانو سره د فراه د خلکو همکاري د دې سبب شوې ده چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې له خطر سره امخ شي او خپله روحيه له لاسه ورکړي.
د فراه پوليسو وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږۍ او ګډې هلې ځلې او د وسله والو طالبانو پر سنګرونو په ځپندو ګوزارونو سره د دولت په نسبت د فراه د خلکو باور او ډاډ زيات شوى دى.
هغه وويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پوليسو ادارې ته د خلکو تګ راتګ زياتېږي او هغوى په خپلو سيموکې د طالبانو د ظلمونو او ځورونې له امله شکايت کوي.
هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان په وروستيو مياشتوکې په دغه ولايت کې د خپلو قوماندانانو په ګډون زيات افراد له لاسه ورکړي دي او نور له پوځيانو سره د جګړې توان نه لري.
په وروستيو مياشتوکې په فراه کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو او پټنځيو هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي او دغه بريدونه د هېواد په نورو ناامنو سيموکې هم دوام لري.
ختم- ج - اکرم