12 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان په لغمان کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره ناوخته د اليشنګ ولسوالۍ بازارته څېرمه بريد وشو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې: دغو ډار اچوونکو غوښتل د مسافرو د سپرلۍ پر يو موټر بريد  وکړي چې پوځيانو پرې بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې د پوځيانو په بريد کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې د دغو طالبانو په وژل کېدو سره د مسافرو د سپرلۍ پر کاروان د هغوى د بريد مخه ونيول شوه.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د لغمان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د اتو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنومخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.