11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهارکې طالبانو ته د سر زيانونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
د قندهار په ميوند ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځايونه د پوځيانو په هوايي او توپچي بريدونوکې ويجاړ شول.
په بريدونوکې ډار اچوونکو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغه بريدونه د تېرې شپې له نيمايي څخه تر نن سهاره پورې دوام وکړ او په کې له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې د وسله والو طالبانو ١١ پټنحي ويجاړ شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې د لومړنيو رپوټونو له مخې په بريدونوکې ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نوريې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې په وژل شويوکې دوسله والو طالبانو٦ سيمه ييز قوماندانان شامل دي.
دغه بريدونه د قندهارپه ميوند ولسوالۍ کې د طالبانو د شتون او فعاليت له زياتوالي وروسته ترسره کېږي.
دغه راز ٥ وسله وال طالبان تېره شپه د قندهار په خاکريز ولسوالۍ کې په عملياتو کې ووژل شول او ٥ نوريې ټپيان شول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په قندهارکې د يولړ چاودنو مخه نيول شوې ده.
د قندهارپوليسو نن سهار له ګڼ مېشتو لارو څڅه ٢٨ماينونه کشف اوشنډ کړل.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونو مسوول بلل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې: د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه په قندهارکې کشف شوه.
له دغې زېرمې څخه چې په خاکرېز ولسوالۍ کې دطالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کېده؛ څو سپکې او درندې وسلې او ماينونه ترلاسه شوي دي.
ختم- ج -اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.