پنځه تنه د تروريستي فعاليتونو په اړوند په کابل او لوګر کې ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د پولسيو د خاصو قطعاتو په دووعملياتوکې چې پرون په کابل او لوګرکې ترسره شول؛ پنځه تنه د تروريستي فعاليتونو په اړوند ونيول شول. د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په نيول شويو کسانو د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو تور لګول شوى دى چې له يوه اندازه جنګي وسايلو او پوځي تجهيزاتو سره د کابل د ده سبز ولسوالۍ او د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شول. د يو بل خبرله مخې: د نشه يي توکو پرخلاف مبارزې د پوليسو موظفينو څلور تنه د پنجشير، خوست او هرات ولايتونو په مربوطاتوکې د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې په اړوند له ٢٧ کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيول. ختم- عطاالله -اکرم
back to top