07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په فرزې او شکردرې ولسوالۍ کې د دوو چاودنو مخه ونیول شوه

کابل / دچنګاښ۱۷ / باختر د کابل د۱۱۱چټک غبرګون د...

 په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ١٧مه/ باختر د کابل پوليسو څو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځلس وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
پنځلس وسله وال طالبان د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو ضد عملياتوکې ووژل شول او ٨ نوريې ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو په تېرو ٢٤ساعتوکې د شېرزاد ولسوالۍ په ځينو برخوکې بريدونه وشول.
ويل کېږي پوځيانو د وسله والو طالبانو يو غړى هم نيولى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په جګړوکې ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نوريې ټپيان شول.
هغه په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو د يوغړي نيول کېدل هم تاييد کړل.
دغه پوځي عمليات څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې د سلګونو پوځيانو په ګډون او د هېواد د هوايي قواوو په ملاتړ د شېرزاد ولسوالۍ په ځينو سيموکې ترسره شوي دي.
په عملياتوکې تر اوسه د وسله والو طالبانو د لسګونو وژل شويو غړو ترڅنګ، د شېرزاد ولسوالۍ ځينې برخې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي.
ختم-عطاالله -اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.