07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په فرزې او شکردرې ولسوالۍ کې د دوو چاودنو مخه ونیول شوه

کابل / دچنګاښ۱۷ / باختر د کابل د۱۱۱چټک غبرګون د...

 په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ١٧مه/ باختر د کابل پوليسو څو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوه ويشت ډار اچوونکي په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د دفاعي او امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ٢٢ وسله وال ډار اچوونکي وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ويلي دي: دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې د بادغيس، ميدان وردګو، هرات، قندهار، هلمند او روزګان په مربوطاتوکې يرغليز او چاڼيز عمليات او هوايي بريدونه ترسره کړل چې په پايله کې ٢٢ وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول او ١١ نور يې ټپيان شول او يو ډاراچوونکى ونيول شو.
په عملياتوکې څو موټرونه، موټرسايکلونه او سپکې او درندې وسلې له منځه يوړل شوې او چاوديدونکي توکي وچول شول.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.