کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
نهه تنه د ننګرهارپه خوږياڼيوکې د دوو کورنيو ترمنځ جګړه کې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې ٩ تنه ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: دواړو لورو له ناندرو وروسته وسلې واخيستې او پريو بل يې ډزې وکړې.
تراوسه د دغې مرګانۍ نښتې اصلي علت معلوم نه دى، خو دننګرهار پوليس وايي د نښتې د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې کوي.
پاى \ ذ