کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
په تخارکې د وسله والو طالبانو پخوانى قوماندان ملا امان الله د دغه ولايت په دشت قلعه کې ووژل شو .
ويل کېږي وسله والو طالبانو خپل دغه پخوانى قوماندان ترور کړى دى.
د وسله والو طالبانو پخوانى قوماندان ملا امان الله تېر کال د ورنکارو فعاليتونو له دوام څخه لاس واخيست او په دشت قلعه ولسوالۍ کې له پوځيانو سره يوځاى شو.
هغه د وروستي يو کال په بهيرکې په دشت قلعه کې د امنيت په تامين او له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کې مهم رول درلود.
د تخار يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې يرغلګرو پرون ناوخته ملاامان الله په ډزو سره وواژه .
هغه وويل چې يرغلګر د وسله والو طالبانو ډلې غړي وو.
پاى \ ذ