13 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له ايدس سره دمبارزې نړيواله ورځ په پروان کې ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دليندۍ ١١مه / باختر :
دايدس له ناروغۍ  سره دمبارزې نړيواله ورځ پرون  په پروان کې ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت په چاريکارو ښار  کې جوړه شوې وه په پروان ، پنجشيراودکاپيسا په ولايتونوکې دايدس دکنترول دملي پروګرام مسوول ډاکتر سيد منعم هاشمي وويل چې دپروان  او پنجشير په ولايتونوکې د ايدس کومه پېښه نه ده ثبته شوې خو يواځې دايدس  يوه مثبته پېښه په کاپيسا کې ثبته شوې ده چې ناروغ تر درملنې لاندې دى .
هغه زياته کړه دپروان ، پنجشير او دکاپيسا دولايتونودبنديانو په ګډون په نشه يي توکو١٨٠٠ تنه روږدي کسان چې تر روغتيايي ازمايښت لاندې ونيول شول دايدس  کومه پېښه شتون نه درلود .
هغه وويل چې په نشه يي توکو دروږدو کسانو دراټولولو او دغه راز دهغوى ترمنځ  داچ اي وي دويروس دشتخيص  لپاره هلې ځلې دوام لري .
دپروان والي  فضل الدين عيار له ايدس  سره دمبارزې نړيواله ورځ په ټولنه کې دهغه دزيانونو او عواملو څخه دخلکو دپوهاوي لپاره ښه فرصت وباله او دعامې روغتيا له مسوولينو يې وغوښتل چې دغونډو  په جوړولو بسنه ونه کړي او خپل وقايوي   فعاليتونه په عملي ډول دولسواليو په کچه پراخ کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.