12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د امنیتي بنسټونو د مالي مدیریت هر اړخیز پلان وارزول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دليندۍ ١١مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو سره په غونډه کې، په لګښتونو کې د سپما او د منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه د امنیتي بنسټونو د مالي مدیریت هر اړخیز پلان وارزاوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونده کې چې په ارګ کې وشوه، جمهورريیس غني په ۱۳۹۸ کال کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لګښتونو کې د سپما راپور د اورېدو ترڅنګ وویل: د امنیتي او دفاعي بنسټونولګښتونو په ځانګړي ډول د تېلو، اعاشې، غیر ضروري تجهیزاتو او قراردادونو په برخو کې دپام وړ سمپا شوې. هغه ټینګار وکړ چې په امنیتي بنسټونو کې د بودجې لګښتونه باید د اغېز د زیاتوالي په اندازه وي او اړتیا ده چې سټنډرډ مالي سیستم جوړ شي. 
جمهورريیس څرګنده کړه، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د بودجې او سپما پلان باید د اهدافو پر اساس ترتیب شي چې د بودجې په مصرف کې مؤثریت راشي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې د فساد ضد جدي مبارزې  او د منابعو د ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې دې لا زیات تمرکز وشي.
جمهورريیس غني په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې تشکیلاتي تورم ته په اشارې د دغو بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خپلو بنسټونو پر تشکیلاتو بیا کتنه وکړي او د تشکیلاتي تورم مخنیوی وکړي.
د هېواد جمهورريیس وویل: د ولسوالیو په کچه دې د نظامي تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ارزونه او واضح تصویر رامنځته شي. د دې ارزونې پر اساس دې کمبودۍ او اړتیاوې روښانه او د هغو د پوره کېدو لپاره پر یوې طرحې هم کار وشي.
جمهورريیس د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو ساتنه او څارنه مهمه وبلله او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د تاسیساتو، تجهیزاتو او وسایطو د ساتنې او څارنې لپاره پلان او منظمه برنامه ترتیب کړي.# پاى- ع

Last modified on Tuesday, 03 December 2019 03:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.