26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مسعود اندرابي د عامه محافظت د امنيتي تصدۍ رياست وکوت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
د کورنيو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د عامه محافظت تصدۍ رياست او د مسوولينو کارونه وکتل او د دغې تصدۍ پر معياري کولو يې ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت سرپرست وويل چې ددغه وزارت مشرتابه هلې ځلې کوي چې متقاضيانو ته د معياري او باکيفته امنيتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دغې امنيتي تصدۍ مديريتي سيستم ښه کړي.
هغه زياته کړه چې شرکتونو او پروژو ته د عامه محافظت د پوليسو له خوا د امنيتي خدمتونو په وړاندې کولو سربېره، په پام کې ده د سياسي شخصيتونه او دولتي مقاماتو  د امنيتي خدمتونو وړاندې کول د دغې تصدۍ له لارې ترسره شي.
وروسته دعامه محافظت د امنيتي تصدۍ رياست د اړوندو برخو مسوولينو دخپلو کاري پرمختګونو رپوټونه وړاندې کړل او د امنيتي تصدۍ د چارو د ښه والي لپاره يې خپلې نظريې او پيشنهادونه د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړل.
د کورنيوچارو وزارت سرپرست د عامه محافظت د امنيتي تصدۍ د منسوبينو او کارکوونکو د کارونو له امله مننه وکړه.
ختم- شکريه -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.