په غورکې درې مسافران شهیدان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو پرون په غور- هرات لویه لاره کې درې مسافران شهیدان کړل.
د غور د والي ویاند عبدالحى خطیبي باختر آژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو دغه مسافران د غور- هرات د لوی لارې په قلعه سري سنګ کې شهیدان کړل.
هغه زیاته کړه چې د وژنې علت تر اوسه روښانه نه دى، خو د پېښې د عاملينو د نیولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
ویل کېږي وژل شوي کسان د دایکنډي اوسېدونکي دي.
ختم/ع

back to top