26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ ويشت ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د ليندۍ ١٤مه/باختر
د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتوکې د ۲۶ ډار اچوونکو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې ۱۳ عملیات د زابل، بادغیس، هلمند او بلخ په مربوطاتو کې ترسره کړل چې په پایله کې ۲۶ ډار اچوونکی ووژل شول او دوه نوريې ټپیان شول.
په عملیاتوکې څو وسلې او پوځي تجهیزات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.