دولس تنه په کابل کې ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
د کابل پوليسو له درې ورځې راپدېخوا ١٢ تنه د جنايي جرمونو په اړوند د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه نيوي دي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختر آژانس ته وويل چې دکابل پوليسو  ١٢ تنه د وژنې، غلا، لوټمارى، د څارويو د غلا، ټپي کولو، د ناقانونه وسلې د لېږدونې، د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې په اړوند د پنځمې او اوومې ناحيې او له ميربچه کوت، ده سبز او شکردرې ولسواليو څخه نيولي دي.
له نيول شويوکسانو څخه درې تومانچې، يو نقاب او يوه برچه دپوليسو لاس ته ورغلې ده .
د يو بل خبرله مخې:
په خالد باغ عليمردان مشهور خالد د لوټمارانو يو مشر چې د پيسو او موبايلونو د غلا او لوټمارى تور پرې لګول شوى دى، پرون ماښام د کابل ښار د لومړى ناحيې د باغ عليمردان له ٤٠ متره سړک څخه ونيو.
ختم- ج - اکرم

back to top