15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار په رایزانا ناسته کې د ګډون په موخه هند ته لاړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د مرغومي ٢٢مه/باختر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په رایزانا ۲۰۲۰ ناسته کې د ګډون په موخه، د هند پلازمېني نوي ډهلي ته لاړ. دغه ناسته هر کال، د نړیوالې ټولنې د بېلابېلو سکټورونو (سیاست، سوداګرۍ، رسنۍ او مدني ټولنې) د مشرانو په ګډون ترسره کېږي.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې ناسته کې د دولتونو چارواکي، ولسمشران، لومړي وزیران، کلیدي وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د بېلابېلو برخو فعالان ګډون کوي.
په رایزانا ناسته کې به د نړیوالو پالیسیو، څو اړخیزو خبرې او څو سکتوریزو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي.
ټاکل شوې ده د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې د امنیت، سولې، سوداګرۍ او اقتصادي خودکفایۍ په اړه وینا وکړي او د ناستې په څنډو کې به د ایران، اوزبیکستان او استونیا د بهرنیو چارو له وزیرانو او د يو شمېر نورو هېوادونو او بنسټونو له مقاماتو سره دوه اړخیزې کتنې ولري.#
پاى/ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.