04 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د عامې روغتيا وزارت د...

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د خان عبدالغفارخان د علمي سيمينار...

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب  د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د ښځو د چارو وزارت سرپرستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جوزجان کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د مرغومي ٢٦ مه/ باختر    
پوځيانو په جوزجان کې څو کلي او هغه ځاى چې وسله والو طالبانو پکې له موټر چلوونکو څخه پيسې اخيستې، له پرونه را په دېخوا د دغې ډلې له شتون څخه پاک کړل.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل چې د جوزجان - بلخ لويې لارې په تګلوري کي د ٢٢٠ شاهين عملياتو په پايله کې د خانقا ولسوالۍ د شاميرزايي سيمې په ګډون هغه ځاى چې وسله والو طالبانو له موټر چلوونکو څخه پيسې اخيستې،  څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه  پاک شوي دي.
هغه زياته کړه: په عملياتو کې د دښمن د ډزو له امله يو ملکي کس ووژل شو.
د يو بل خبرله مخې:
يو وسله وال طالب تېره شپه د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د پوځيانو په عملياتو کې ووژل شو او يو بل ټپي او د هغوى يو موټرسايکل له منځه يوړل شو.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.