30 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوځيانو پرون په بلخ کې پوځي عمليات پيل کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف/ د مرغومي ٢٩ مه/ باختر  
پوځيانو پرون په بلخ کې پوځي عمليات پيل کړل.
هغوى ادعا لري چې دغه عمليات دوسله والو مخالفينو تربشپړله منځه وړلو، مزارشريف ښار ته دغځيدلو لارو د امنيت دتامينولو او د دغه ولايت د ولسواليو تر بشپړآزادولو پورې دوام لري.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ د بلخ امنيه قوماندان اجمل  فايز اود ٢٠٩ شاهين قول اردو درستيزوال عبدالسميع بخشي د خالد ٩٨ خورشيدي په چوکاټ کې د شاهين ستر ګډو عملياتو خبر ورکړ او ويې  ويل: دغه عمليات د بلخ د نا امنو ولسواليو تر پاکولو او مزارشريف ښار ته غځيدلو لارو څخه د وسله والو مخالفينو تر بشپړ له منځه  وړلو پورې دوام لري.
دغه  راز د ملي اردو يو شمېر افسرانو او سرتيرو خلکو سره  ژمنه وکړه چې تر وروستۍ  څاڅګې وينې پورې  له خلکواو هېواد څخه دفاع  کوي .
پاى \ ذ

Last modified on Sunday, 19 January 2020 11:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.